د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام سلاکار د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Feb 09 2023 1:57 PM
کابل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا" تېره ورځ له یادې توقیفخونې څخه د دې لیدنې په ترڅ کې، له مسوولینو سره د مربوطه موضوعګانو په هکله بحث وکړ.
همداشان، نوموړي د کابل ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې توقیخونې د خوړو(اعاشې)، اباتې، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې او بېلا بېلې برخې وارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.
داراز، محترم الحاج اسدالله "مولانا" د نوموړې توقیفخونې توقیفیانو سره هم له نږدې وکتل، د هغوی وضعیت یې وارزاوه او مسوولينو ته يې د هغوی لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

رجب المرجب ۱۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS