د سرپل ولایت د زندان نوي امر په خپل کار پیل وکړ

news_admin
Thu, Feb 09 2023 3:44 PM
سربول

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو، د ادارې له ولایاتو سره د اړیکو د رئیس محترم مولوي عبدالفتاح " فاتح" له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم مولوي امرالدین "یاسر" د سرپل د زندان د نوي امر په توګه رسماً معرفي او د خیر د دعا په کولو سره یې ورته په چارو کې د بریاوو او ښو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.
محترم مولوي یاسر هم د ادارې له خوا ده ته د دې مسولیت د سپارلو له کبله مننه وکړه او ویې ویل، چې دا مسولیت یې یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به، ورسپارل شوې چارې پروخت ترسره کوي.
په ورته وخت کې، محترم مولوي عبدالفتاح " فاتح" د سرپل ولایت له محترم والي سره وکتل او د دغې ولایت د زندان په اړه پرځینو مسایلو او ستونزو یې خبرې وکړې، چې د ولایت مقام له خوا ورسره د دې زندان د ستونزو حلولو لپاره د لازمو همکاریو ژمنه وشوه.

رجب المرجب ۱۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS