یونیسف یو ځل بیا د زندانونو چارو د سمون ادارې سره د خپلو مرستو ژمنه وکړه

news_admin
Sun, Feb 26 2023 2:04 PM
یونسف

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژيکو اړیکو رئیس محترم سیداحمد "اسحاقزي" او د ازادۍ سلب پر ځایونو د څار رئیس محترم داریوش "مجددي" په ګډون یوه پلاوي نن(پنجشنبې) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونیسف د تغذیې برخې مسئول محترم ډاکټر فیصل، د ماشومانو د خوندیتوب برخې متخصص محترم سمیع "هاشمي" او د ماشومانو د خوندیتوب برخې سلاکار محترم بشیراحمد "بشارت" په شمول درې کسیز پلاوي سره په کابل کې وکتل.
دواړو لورو، د هېواد په زندانونو کې د ښځینه بندیانو او ورسره ماشومانو او محجوزینو پر وضعیت خبرې اترې وکړې.
داراز، په دې کتنه کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د یاد پلاوي له خوا د ښځینه بندیانو، چې یا امېدواره دي، یا خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي او یا هم تر ۵ کالو کم عمره ماشومان ورسره په زندان کې دي او هم د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کي محجوزینو ماشومانو د روغتیا، تغذیې، ښوونې او روزنې او ورسره د سلوک په اړه د لاسته راوړنو او اړتیاوو یادونه وکړه، چې د یونیسف دفتر د راغلي پلاوي له خوا ژمنه وشوه، چې په نږدې راتلونکې کې به د زندانونو مربوطه مسوولینو ته له یادو ماشومانو سره د اسلام مبارک دین او د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون د اصولو مطابق، د چلند د څرنګوالي په اړه د ظرفیت لوړنې لپاره لازم روزنیز پروګرامونه پیل کړي.
همداشان د یونیسف دفتر پلاوي ډاډ ورکړ، چې دوی به د بندي میندو او ورسره ماشومانو او په نوموړو مرکزونو کې له محجوزینو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې ترڅنګ، د دغو ماشومانو د ښوونې او روزنې په برخه کې هم د اړتیا وړ امکانات برابر او برنامې عملي کړي.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوي د یونیسف د پلاوي له خوا پر یادو ژمنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې له خپله اړخه به د یونیسف دفتر اړوندو کارکوونکو او مسوولینو ته په زندانونو کې د نوموړو ښوونیزو او روزنیزو امکاناتو برابرولو، برنامو عملي کولو او مرستو رسولو بهیر لپاره زمینه برابره کړي.
د زندانونو چارو د سمون اداره تل په دې هڅه کې ده، څو د خپلې مالي بودجې او همکارو ملي او نړیوالو بنسټونو په مرسته د ښځينه بندیانو، ورسره ماشومانو او محجوزینو لپاره د ژوندانه ښه فضا رامنځته او ستونزو او اړتیاوو ته یې رسېدنه وکړي.

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS