د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستيال د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Feb 26 2023 4:38 PM
معاون نظامی در میدان وردک

محترم لوی پاسوال قاري حبیب‌الله "بدر" تېره شپه ناوخته، د یادې لیدنې پرمهال له مسوولینو سره د زندان او زندانیانو د وضعیت په ځانګړې توګه د نظامي مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې.
دغه راز، د ادارې نظامي مرستیال د نوموړي زندان له امنیتي پوستو، ټاورونو او قراولونو څخه کنټرول وکړ او اړوندو مسوولینو ته یې د ځینو نیمګړتیاوو پوره کولو او امنیتي خلاګانو ډکولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د میدان وردګ د زندان د بندیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی خبرې او غوښتنې واورېدې او ورته یې له خپله اړخه د رسېدنې د ژمنې ترڅنګ، د دغه زندان مسوولینو ته هم لارښوونې وکړې. 
د زندانونو چارو د سمون اداره تل هڅه کوي، څو د ازادۍ سلب پر ټولو مرکزونو څارنه ولري، مثبت فعالیتونه یې غښتلي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

شعبان المعظم ۵/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS