د امر باالمعروف و نهی عن المنکر وزارت یوه پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې له مرکزي برخې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Feb 27 2023 1:32 PM
امر به معروف

د محترم شېخ قاري مصطفی " ثاقب"، محترم شېخ عمراخان "عمري" او محترم شېخ محمدشفیق "صدیقي" په ګډون د یاد وزارت یوه ۳کسیز پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ پلاوي له محترمو غړو سره وکتل او تر هغې وروسته يې د ادارې غونډو په تالار کې د مرکزي برخې له ملکي، امنیتي او کشفي برخو مسوولینو او پرسونل سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، نوموړي پلاوي د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه له خوا صادر شوی ۱۲ ماده ييز فرمان ولوست او د هغه پر عملي کولو یې د ادارې یاد مسوولین او پرسونل مکلف وګڼل.
په دې فرمان کې د الهي(ج) شریعت مطهره او نبوي (ص) سنتو رعایتولو اړوند مهم مسایل شتون لري، چې د دغه پلاوي په خبره، عملي کول یې د دنیوي او اخروي اجر ترڅنګ، د ا.ا. او د نظام د ټینګښت او بقا لامل کېږي.
په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخو مسوولینو او پرسونل د یاد فرمان له ابلاغ څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په اسلامي شریعت د ځان برابرولو ته به خپله پاملرنه لا نوره هم ډېره کړي.

شعبان المعظم ۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امريت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS