له نیمروز څخه ۳ زره تنه په نشه یي توکو روږدي کسان کندهار ولایت ته د درملنې لپاره ولېږدول شول

news_admin
Thu, Mar 02 2023 12:06 PM
پکتیا

یاد شمېر کسان د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین حفظه‌الله د ځانګړي فرمان پربڼسټ تېره ورځ له نیمروز څخه د کندهار ولایت په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز ته ولېږدول شول.
د کندهار ولایت د زندان رئیس محترم ملانعمت الله "سراجي" په دې اړه د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې وویل، د کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې مرکز، چې په یوه وخت کې د (۴) زرو تنو د ساتنې او درملنې توانايي لري، تر اوسه پورې د خپلو درېیو روغتیايي ټيمونو د هلو ځلو پرمټ د (۱۲) زره تنو درملنه کړې او تر بشپړې روغتیا وروسته خپلو کورنیو او دوستانو ته سپارل شوې دي.
محترم سراجي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د جنوب لوېدیځې حوزې په کچه دې مرکز کې د موجوده او راتلونکو روږدو کسانو لپاره د ښو خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ، د درملنې پرمهال د اوسېدو مناسب ځای، خوراک، څښاک، دیني او عصري زده کړو، کسب زده کړې او ورزشي تمرینونو لپاره ښه امکانات او لازمې اسانتیاوې شته.
 
شعبان المعظم ۸/ ۱۴۴۴    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS