د ا.ا.ا. یوه صلاحيت لرونکي پلاوي د کابل له مرکزي محبس څخه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Mar 09 2023 10:03 AM
از توقیف

د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د عالي مقام په ځانګړي هدایت، د سترې محکمې د مالي او اداري مرستيال محترم شېخ عبدالمالک "اخوند" په مشرۍ او د امر بالمعروف و نهی عن المنکر وزارت نظامي مرستیال محترم شېخ عبدلرحمن، د کورنیو چارو وزارت، د لوی څارنوالی او استخباراتو د محترمو استازو په ګډون یوه پلاوي نن(چهارشنبې)لومړی د زندانونو چارو د سمون ادارې د پاليسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله همدرد او  نظامي  مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" سره د هغوى په کاري دفترونو کې وليدل او پر اړوندو مسايلو يې خبرې اترې وکړې.
تر دې ليدنې وروسته نوموړی پلاوی د يادې ادارې د نظامي مرستيال لوی پاسوال قاري بدر په ملتیا د کابل ولايت د څرخي پله مرکزي محبس ته ولاړ او هلته يې بندیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی غوښتنې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او د اصولو پربنسټ يې دحل ډاډ ورکړ.
دغو بنديانو هم نوموړي پلاوي سره په خبرو کې د محبس د اړوندو موظفينو له ښه چلند څخه د خوښۍ په څرګندولو د دوی د دوسيو پروخت څېړل یوه له مهمو غوښتنو یاده کړه، چې د پلاوي له خوا ورته په دې برخه کې د جدي ګامونو پورته کولو او خنډونو لرې کولو ژمنه و شوه.

شعبان المعظم ۱۵/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS