د هرات د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو ریاست له خوا د دغه ولایت د زندان له ریاست سره د یو اندازه ژمنیو توکو مرسته وشوه

news_admin
Thu, Mar 09 2023 10:13 AM
توزیع کمپل

د هرات د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو ریاست نن(چهارشنبې) د کمپلو او جمپرونو په ګډون یو اندازه ژمني توکي د دغه ولایت د زندان ریاست ته وسپارل، چې د زندان د رئیس محترم مولوي محمدنبي خلیل او د هرات د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو ریاست د استازي له خوا پر یو شمېر هغو بندیانو باندې وویشل شول، چې تازه له ایران څخه د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوند دغه زندان ته رالېږدول شوي وو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین د ټولو زندانیانو لپاره د لازمو مرستو جلبول او پر هغوی یې په شفافه توګه ویشل او نورو ستونزو ته یې رسېدنه خپل مسولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

شعبان المعظم ۱۵/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS