د هرات ولايت له زندانه (۱۴۲) زندانيان د فراه ولايت زندان ته ولېږدول شول

news_admin
Thu, Mar 09 2023 4:33 PM
انتقال به فراه


دا هغه افغان زندانيان دي، چې تېره ورځ د ا.ا.ا. د چارواکو او د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو له ايران سره د هوکړې پربنسټ له دغه هېواده د افغانستان هرات ولايت زندان ته رالېږدول شوې وو، د پنجشنبې پرشپه ناوخته د لازمو امنيتي تدابيرو په نيولو سره د فراه ولايت زندان ته راوستل شول.
د زندانونو چارو د سمون ادارې دا ګام د بنديانو په خوښه پورته کړی، څو دوی وکولی شي په خپلو اړوندو ولايتونو کې چې د دوی کورنۍ او دوستان اوسېږي او د پايوازۍ پر ورځو په اسانۍ له يو بل سره وګوري. 

شعبان المعظم ۱۶/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS