د (BRAC) موسسې د ننګرهار ولایت زندان سره د یو اندازه روغتیایي توکو مرسته وکړه

news_admin
Sat, Mar 18 2023 3:58 PM
ننگرهار

د ننګرهار ولایت د زندان د مسوولینو په هڅو د بنګلدېش هېواد (BRAC) موسسې یاد زندان سره (۴۰) قلمه طبي سامان الات، (۴۸) قلمه درمل او نورو روغتیایي توکو مرسته وکړه، چې راتلونکې کې به ترې د دې زندان د زندانیانو درملنې په موخه او د اړتیا پرمهال وکارول شي. 
بلخوا، د ننګرهار ولایت د یو تن سوداګر له خوا د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په درشل کې، د یاد ولایت له زندان سره د یو اندازه خوراکي توکو مرسته وشوه، چې د دغه زندان د مسوولینو له لورې په شفافه توګه د دې ولایت پر زندانیانو وویشل شول.
د نوموړي ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محمد مقتدا په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته د خبرو په ترڅ کې له یادې موسسې او سوداګر څخه د مننې ترڅنګ، پر نورو همکارو بنسټونو هم غږ وکړ، څو له دوی سره په بېلابېلو برخو کې پر کړو ژمنو عمل وکړي.

شعبان ۲۵/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS