د کونړ ولایت د زندان ۴ تنه زندانیان د قرانکریم د ناظرې له برخې فارغ شول

news_admin
Mon, Mar 20 2023 4:02 PM
kunar

د دغه زندان د ښوونې او روزنې او دعوت او ارشاد مدیریتونو په ګډې هڅې د دیني زده کړو له پروګرامونو څخه د فراغت په دوام، دا ځل څلور تنو زندانیانو د قرانکریم د ناظرې برخه پایته ورساوه، چې نوموړو ته په نورو دیني زده کړو د برخې اخیستو د هڅونې او د یاد پروګرام یوتن استاد محترم قاري بسم الله ته د ښه تدریس په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ستاینلیکونه ورکړل شول.
د کونړ د زندان امر محترم قاري فرهاد "نسیمي" یادو مراسمو ته په خبرو کې له فارغو شویو زندانیانو سره ژمنه وکړه، چې ورته به د ښوونې او بیاروزنې پروسې د ښه والي او چټکوالي لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
په ورته وخت کې محترم "نسیمي" د کونړ ولایت د زندان د مربوطه مسوولینو له خوا د دې زندان زندانیانو ته د زده کړو د ښه چاپېریال رامنځته کولو په موخه ځانګړې مننه وکړه او سپارښتنه یې ورته وکړه، څو په دې برخه کې لانور ګټور ګامونه پورته کړي.

 شعبان ۲۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS