د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي ۷ ولایتونو ته يې له زندانونو څخه د لیدنې لپاره سفر وکړ

news_admin
Wed, Mar 29 2023 1:35 PM
ولایت

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې د استازي محترم مولوي رحیم الله "مدني" په مشرۍ یوه پلاوي فارياب، سرپل، جوزجان، بلخ، بغلان، سمنګان، او پروان ته د سفر پرمهال د نوموړو ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه او له مسوولینو او پرسونل سره يې د يادو زندانونو پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث وکړ. 
همداشان، دغه پلاوي د نوموړو زندانونو بنديانو سره په کتنه کې د هغوی وضعیت ارزولې او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او ژمنه یې وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حللاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

رمضان المبارک ۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر رياست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امريت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS