ننګرهار، خوست او بغلان ولایتونو له د زندانونو څخه ۱۶۳ تنه زندانیان خوشي شول

news_admin
Thu, Apr 20 2023 11:59 AM
رهایی

یاد شمېر زندانیان د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخوندزاده"(حفظه الله) له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف د فرمان په اساس ازاد شول.
په يادو زندانيانو کې، ۹۵ يې د ننګرهار، ۴۵ يې د خوست او ۲۳ يې د بغلان ولایت له زندانه وو.
 خوشې شویو زندانیانو د ا.ا.ا د مشرتابه د ياد فرمان هرکلی کړی او د خوښۍ په څرګندولو سره يې پر خپلو کړنو پښېماني ښودلې ده.
د زندانونو چارو د سمون اداره ژمنه ده، چې د امیرالمؤمنین شېخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله "اخوندزاده"(حفظه الله) د سزا د عفوې او تخفیف په اړه فرمانونه به په پوره امانتولۍ او شفافه توګه پلي کوي.

رمضان المبارک ۲۹/ ۱۴۴۴ 
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS