د غزني د زندان رئيس او مل پلاوي یې د دې ولایت د قره‌ باغ او مقر ولسوالیو له توقیفخونو ليدنه وکړه

news_admin
Wed, Apr 26 2023 3:02 PM
ghanzi

محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او مل پلاوي یې تېره ورځ د نوموړو ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو او د ستونزو پر حللارو بحث وکړ.
همداراز، پلاوي د نوموړو توقیفخونو له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی ترې د دوی د وضعیت د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر او پروخت څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې ورسره د دې غوښتنې د منلو، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د نورو لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته مهال، یاد پلاوي د غزني ولایت د قره ‌باغ او مقر ولسوالیو له ملکي او نظامي مسوولینو سره له نږدې وکتل او دواړو خواوو د دې ولسوالیو د توقیفیانو د ستونزو د حل په موخه سلا مشورې وکړې.
د یادولو ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین په مرکز او ولایتونو کې د ټولو زندانونو او توقیفخونو د وضیعت څارل او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسئولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

شوال‌المکرم ۶/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS