د کندهار ولایت د سپین بولدک په ولسوالۍ کې د یوې نوې توقیفخونې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

news_admin
Sat, May 06 2023 10:35 AM
کندهار

د زندنو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه او د توقیفیانو د ډېروالي او د ځای د کمښت له امله پرېکړه وشوه، چې د کندهار ولایت سپین بولدک په ولسوالۍ کې د توقیفخونې یوه بله ودانۍ جوړه او لازم امکانات ورته برابر شي. په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د کندهار ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" د دې ولایت د ښاري محکمې محترم رئیس قاضي دوست محمد، د یادې ولسوالۍ ولسوال محترم ملا اغا، امنیه قوماندان محترم محمود اغا او یو شمېرنورو مسوولینو ګډون درلود. د کندهار ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" وویل چې دغه ودانۍ ۵ خونې، یو هال او نور د اړیتا وړ ځایونه په کې شامل دي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مالي مټ ۲.۳ میلیونو افغانیو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي. د یادولو وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین ژمن دي څو په دوامداره توګه د هېواد د مرکز او ولایاتو له زندانونو او توقیفخونو څخه لیدنه او په هره برخه کې یې ستونزو او اړتیاوو ته پروخت رسېدنه وکړي.

شوال المکرم ۱۶/ ۱۴۴۴ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS