د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس د کورنیو چارو وزارت د کریمنالتخنیک له عمومي رئیس سره ولیدل

news_admin
Wed, May 10 2023 3:10 PM
ریاست نو تشکیل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په لارښوونه، د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" تېره ورځ کابل کې د کورنیو چارو وزارت د کریمنالتخنیک له عمومي رئیس محترم  مولوي زیارمل "خطاب" سره د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ځينو مربوطه ستونزو د حل په موخه خبرې اترې وکړې.‎
په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت د کریمنالتخنیک عمومي رئیس له خپله اړخه د زندانونو چارو د سمون ادارې له ياد ریاست سره د اړوندو ستونزو د هوارۍ په هدف د رسېدنې ژمنه وکړه. 

شوال المکرم ۲۰/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS