د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ توقیفخونه له ۱۰ کلن ځنډ وروسته بیا فعاله شوه

news_admin
Mon, May 15 2023 3:35 PM
توقیف خانه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه او د کابل ولایت د توقیفخونو د رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په هڅو، د دغه ولایت د سروبي ولسوالۍ توقیفخونه بیا فعاله شوه.
محترم قاري عبدالغني "عادل" وايي، د یادې توقیفخونې بیا فعالېدو سره به په نوموړې ولسوالۍ کې د اړوندو توقیفیانو د اوسېدو د ځای ستونزه حل او په منظمه توګه به یې روا غوښتنو ته رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د یادې ولسوالۍ توقیفیان د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې ته رالېږدول او ساتل کېدل.

شوال المکرم ۲۵/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS