د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د پروان ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, May 27 2023 12:19 PM
پروان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د تفتیش رئيس محترم  مولوي ضیاالرحمن "سعید" په مشرۍ چې د کشف، سلب ازادۍ او عدلي او قضايي ارګانونو سره د همغږۍ ریاستونو استازي هم ورسره ول، پروان ته تللي او د هغه ولایت له زندانه یې د لیدنې په ترڅ کې د زندان له مسوولینو او پرسونل سره د ځینو مربوطه موضوعاتو په هکله بحث کړی دی.
یاد پلاوي د نوموړي ولایت د زندان امنیتي او اداري شعبې، پخلنځی، خوړو(اعاشې)، د څښاک اوبو او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي. 
همداشان، محترم مولوي "سعید" او مل پلاوي یې د پروان ولایت بندیانو سره له نږدې وکتل، د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او په هره برخه کې یې ورته له اصولو سره سم د رسېدنې ژمنه وکړه.
پلاوي داراز، د نوموړي زندان د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو او د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې لپاره لازمې لارښوونې وکړې. 

د ذو القعدې ۷/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS