د زندانونو چارو د سمون ادارې د څرخي پله زندان په اړوندو برخو کې نوي بیرغونه ولګول شول

news_admin
Sun, May 28 2023 4:10 PM
برق

د ا.ا.ا او په هېواد کې اسلامي، شرعي او ملي  ارزښتونو ته په پام کې نیولو سره د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه د دې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" له خوا د بیرغ پالنې او ساتنې په موخه په مرکزي زندان کې له ټاورونو دروازو او نورو هغه ځایونو څخه چې د ا.ا.ا بیرغ پرې لګول شوی وو، زاړه او له کار لویدلي بیرغونه راټول، خوندي او پرځای یې نوي بیرغونه ولګول شول.
په ورته وخت کې د ښوونې او بیا روزنې رئیس د ادارې ملکي او نظامي پرسونل څخه وغوښتل چې د بیرغ په ساتلو کې جدي پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې تیر ځل هم د یادې ادارې له لوري د زندان په اړوندو برخو کې زاړه بیرغونه راټول او په ځای یې نوي بیرغونه لګول شوي وو.

ذو القعده ۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS