د زندانونو چارو د سمون ادارې د عوایدو راټولولو په موخه یوه غونډه ترسره کړه

news_admin
Thu, Jun 15 2023 3:19 PM
عواید

دغه ناسته چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" یې مشري کوله، د ادارې د مالي او ادارې عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي " اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژيکو اړیکو رئیس محترم سید احمد "اسحاقزي" او د ادارې د یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د عوایدو د راټولولو پر څرنګوالي سره خبرې اترې او سلا مشورې وشوې.
دغه راز، په دې ناسته کې د عوایدو د راټولولو د څرنګوالي تر څنګ د یادې  پروسې پر شفافیت د غونډې د ګډونوالو له خوا بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په ورته وخت کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" نوموړو ګډونوالو ته د یادې پروسې پر ښه تنظیم او روڼتیا لازمې او د اصولو سره سمې   لارښونې وکړې. 

‌ذوالقعده ۲۶/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS