د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې ناسته ترسره شوه

news_admin
Mon, Jun 19 2023 4:14 PM
کمیته

دغه ناسته، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د مرکزي برخو غړو رئیسانو په ګډون نن(دوشنبې) جوړه شوې وه، په کې له تحصیلي اړخه د زندانیانو د ډلبندۍ او په دې برخه کې د هېواد له پوهنې محترم وزارت سره د زندانونو چارو د سمون ادارې د لاسلیک شوې هوکړې په اړه خبرې اترې وشوې.
داراز، په دې ناسته کې پر یو شمېر نورو اړوندو کاري او تخنیکي مهمو مسایلو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې په پایله کې یې د قانون او اصولو سره سمې او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې تخنیکي او مسلکي کمېټې د رامنځته کېدو موخه، د یادې ادارې د جوړو شویو کړنلارو، لایحو او لارښودونو ارزونه او د نویو لارښودونو طرح کول او د نورو نا روښانو مسایلو څېړل او بحث کول دي.

ذوالحجه ۱/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS