د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ د توقیفخونې د احاطې جوړولو چارې بشپړې شوې

news_admin
Tue, Jun 20 2023 1:51 PM
کندهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه او د هېواد زندانونو او توقیفخونو ته د پاملرنې په لړ کې، د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ د توقیفخونې او توقیفیانو د امنیت لا ښه خوندیتوب په موخه په څلورو برخو کې د اغزن سیم او جالۍ غزولو چارې بشپړې شوې.
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په وینا د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ د توقیفخونې د ټولو دېوالونو یا احاطې جوړولو چارې چې څه موده مخکې پیل شوې وې تېره ورځ بشپړې شوې، چې له امله به یې د نوموړې توقیفخونې د توقیفیانو لپاره خوندي او ډاډمنه فضا رامنځته شي.

ذوالحجه ۲/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS