د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د کابل د تعلیمي مرکز د ازموینې له بهیر څخه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Jun 20 2023 2:47 PM
معاون نظامی

لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر" نن(سې شنبې) په داسې حال کې، چې د یادې ادارې د نظامي ښونې او روزنې واحد قوماندنۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي شرافت "حقاني" هم ورسره وو، د نوموړې ادارې د کابل ولایت په تعلیمي مرکز کې د ټولي، بلوک او ډلګي قوماندانانو د ازموینې بهیر له نږدې ولید او د دغې مرکز د ښوونیز بهیر ګډونوالو ته یې په خبرو کې وويل: « په نظامي برخو کې ستاسو زده کړې ډېرې اړینې دي، نو باید ورته جدي پاملرنه وکړئ ځکه د زندانیانو ساتنه مو هم ديني او هم ملي وجیبه ده او خپلو درسونو ته دوام ورکړئ، څو خپل مسوولیتونه په ښه توګه سرته ورسوئ».
همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال یوځل بیا د نظامي یونیفورم پر استفادې ټینګار وکړ او د ادارې له نظامي پرسونل څخه یې وغوښتل، چې د خپلو امرینو د اطاعت تر څنګ ټول اړوند اصول مراعت کړي.
په ورته وخت کې، محترم قاري حبیب الله "بدر" د کابل د تعلیمي مرکز د استادانو هڅې وستایلې او ورته يې لارښونه وکړه، چې د هېواد د دې مرکز د ښوونیز بهیر ګډونوالو په روزنه کې له هېڅ راز هڅو څخه درېغ ونه کړي.

ذوالحجه ۲/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS