د زندانونو چارو د سمون ادارې د ۵۰ بستریز روغتون نوی قوماندان وټاکل شو

news_admin
Mon, Jun 26 2023 12:26 PM
قوماندان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" له لورې د یادې ادارې د ۵۰ بستریز روغتون لپاره ملا محمد حلیم اخند د نوي قوماندان په توګو د نوموړي روغتون ملکي او نظامي پرسونل ته وروپژندل شو.
محترم مولوي اسدالله ‎مولانا د۵۰ بستریز روغتون  د مخکیني قوماندان  کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني قوماندان سره د ښه امنیت په موخه د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
دا راز د زندانونو چارو د سمون د ادارې د ۵۰ بستریز روغتون نوي قوماندان محترم ملا محمد حلیم "اخند" ژمنه وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له لورې شوي مسوولیتونه به پر وخت او په پوره امانتوالۍ ترسره کوي.

ذوالحجه ۸/ ۱۴۴۴ 
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS