کندهار کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په مربوطاتو کې پرنشه یي توکو روږدو کسانو د درملنې لپاره (۱۰۰) بستریز روغتون جوړ شو

news_admin
Mon, Jul 17 2023 12:25 PM
motDIN

د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د زندانونو چارو د سمون ادارې پر اړوند ځمکې باندې د عامې روغتیا محترم وزارت په همکارۍ د روږدو کسانو د درملنې لپاره (۱۰۰) بستریز روغتون د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې بشپړ او تېره ورځ د یو لړ مراسمو پرمهال په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزارت د نشه یي توکو د تقاضا کمښت د پروګرام مسئول ‌‌‌‌محترم ډاکټر نور امین "زیارمل" د کندهار ولایت د زندان رئیس مولوي محب الله "ګرمسېري"، د امربالمعروف و نهی عن المنکر رئیس محترم مولوي عبدالحی"عمري"، د سرې میاشتې رئیس محترم مولوي محمد ادم "مسلم"، د کار او ټولنیزو چارو رئیس محترم مولوي عبدالخالق "عبدالله" او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد روغتون د پرانیستنې په مراسمو کې ویناوالو پر نشه يي توکو روږدي کسان له روحي او فزیکي اړخه ډېر زیانمننونکي وګڼل او له هغوی سره یې د ښه چلند په کولو ټینګار وکړ. داراز، نوموړو ویناوالو د یو انسان درملنه د الله(ج) لوی عبادت وباله او د دوی د عقیدوي سمون په موخه یې د علمای کرامو عامه پوهاوی اړین یاد کړ. د یادونې وړ ده چې دا مهال د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ کې په دغه روغتون کې شاوخوا (۳) زره تنه پر نشه یي توکو روږدي کسان شتون لري او تمه ده چې تردرملنې وروسته به له ټولنې سره د عادي انسانانو په توګه یوځای شي. ذوالحجه ۲۹/ ۱۴۴۴ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS