د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د لغمان، ننګرهار او کونړ ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Jul 18 2023 3:01 PM
provnce

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد يوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې د استازي محترم قاري رحیم الله "مدني" په مشرۍ پنځه کسیز پلاوي لغمان، ننګرهار، او کونړ ته د سفر پرمهال د نوموړو ولایتونو له زندانونو لیدنه وکړه او له مسوولینو او پرسونل سره يې د يادو زندانونو پر تخنیکي او نورو اړوندو چارو بحث وکړ. په ورته وخت کې، پلاوي د نوموړو زندانونو له زندانیانو سره هم لیدلي او د هغوی د خوړو(اعاشې) اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه کړ‎ې ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبرۍ سره یاده موضوع شریکوي، څو په مرکز کې ورته حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي. محرم الحرم ۱/ ۱۴۴۵ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS