د پنجشېر ولایت د خېنج ولسوالۍ په توقیفخونه کې د دينې زده کړو نوې لړۍ پیل شوه

news_admin
Tue, Jul 25 2023 2:22 PM
پنجشیر

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د پنجشېر د زندان امر محترم ملا هدایت الله "همت" او مل پلاوي یې د دې ولایت د خېنج ولسوالۍ له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه او له مسوولینو سره یې پر یو لړ موضوعګانو خبرې اترې وکړې. داراز، پلاوي د نوموړې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم وکتل، د هغوی ستونزې او روا غوښتنې یې له نږدې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ‌ډاډ ورکړ. د یاد پلاوي په وینا، د نوموړې توقیفخونې د توقیفیانو لپاره یې د دينې زده کړو نوې لړۍ هم پیل کړه چې پرمټ به یې له یوې خوا دوی وکولای شي په ښې دیني روحیې سمبال شي او له بلې خوا به د بدو اعمالو د ترسره کولو پر زیانونو پوه شي.

محرم الحرام ۸/ ۱۴۴۵ د مقام د دفتر ریاست د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS