د ننګرهار ولایت په زندان کې پر زندانیانو د ساري ناروغیو د مخنیوي په موخه روغتیايي توکي وویشل شول
یاد توکي چې د (JACK) موسسې په همکارۍ چمتو شوي وو، د نوموړي ولایت د زندان د مسوولینو له خوا تېره ورځ پر زندانیانو وویشل شول.
د ننګرهار ولایت د زندان مسوولین د دې مرستې د ستاینې ترڅنګ وايي، په دغو توکو کې د حمام صابون هم و، چې استفاده به یې په زندان کې د ساري ناروغیو د مخنیوي لپاره ډېره ګټه ولري.
محرم الحرام ۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
