د کابل ولایت د مرکزي محبس پرسونل لپاره د فقهي زده کړو لومړۍ دوره پایته ورسېده

news_admin
Thu, Jul 27 2023 11:24 AM
نتایج امتحان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لوري د مرکزي محبس ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي زده کړو لومړۍ دوره، چې څه موده وړاندې پیل شوې وه نن(پنج شنبې) د دغې دورې ممتازو برخوالو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ډالیو په ورکولو سره پایته ورسېده.

د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوی عبدالوارث "سادات" د یادو مراسمو پرمهال، په داسې حال کې چې د ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوی صدیق الله "صدیقي" او یو شمېر دیني عالمانو هم شتون درلود، د نوموړې دورې ګډونوالو ته وویل: « خوښ یم چې تاسو په دومره لیوالتیا سره په دینې زده کړو کې ګډون کوئ ستاسو له ارزونې وروسته چې موږ کومه مثبته پایله ترلاسه کړه د ستایلو وړ ده، نو زموږ هیله ده کوم فقهي مسایل چې تاسو دلته زده کوئ له خپلو کورنیو سره هم شریک کړئ نو هم به مو ثواب زیات شي او هم به مو کورنۍ له دې زده کړو برخمنې شي

دا په داسې حال کې ده، چې سر له سبا به د فقهي درسونو بله دوره پیل شي او په کې به نور مهم فقهي مسایل یاد پرسونل ته ور زده کول کېږي.

 

محرم الحرام ۱۰/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS