د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د سره سلیب کمېټې له رئیس سره و کتل

news_admin
Sat, Jul 29 2023 4:14 PM
ملاقات رییس صاحب عمومی

محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په خپل کاري دفتر کې چې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د اقتصادي برنامو رئیس سید احمد "اسحاقزی" هم ورسره وو د افغانستان لپاره د سره سلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له رئیس سره په کتنه کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

په دې کتنه کې دواړو لوریو پرخپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره همکاریو او راتلونکو پلانونو باندې خبرې اترې وکړې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د یادې کتنې په ترڅ کې د ای سي ار سي له مخکینیو مرستو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې په هېواد کې نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې دې هم له دغې ادارې سره د مرستو په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.

د سره سلیب نړیوالې کمېټې پلاوي هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه د نوموړې کمېټې له خوا بندیانو او زندانونو ته په شفافه توګه د مرستو رسولو او ویشلو لپاره د همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړه.

 

محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS