د کابل ولایت د نشه یي توکو د ځانګړي امنیت لرونکي محبس پرسونل لپاره د فقهي زده کړو لومړۍ دوره پايته ورسېده

news_admin
Mon, Jul 31 2023 12:06 PM
امتحان

دغه دوره، چې څه موده وړاندې د څرخي پله د نشه یي توکو د ځانګړي امنیت لرونکي محبس ملکي او نظامي پرسونل لپاره پیل شوې وه، نن(دو شنبې) يې له برخوالو څخه د پوهېدو د ارزونې په توګه پر ازموینې اخیستو پايته ورسېده.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په دې اړه د جوړو شويو مراسمو پرمهال دا ازموینه د پرسونل د هڅونې په موخه ګټوره وبلله او زیاته يې کړه، چې دا مو د دنیا او اخرت ګټه ده، چې په کولو سره یې په ټولنه کې د یو باعلمه او باعزته وګړي په څېر  ژوند وکړئ.
داراز، هغه ژمنه وکړه چې د نوموړي پرسونل د دیني پوهې او کاري وړتیا لوړاوي لپاره به په راتلونکې کې نور ښه پروګرامونه هم پلي کړي‎.
همداشان، د دغې ادارې د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" د يادو مراسمو ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل، خوښ یم چې په داسې مراسېمو کې ګډون ګوم چې هلته د الله (ج) او د هغه د رسول خبرې کېږي، علم رڼا ده که ژوند مو دې رڼا لاندې تېر کړ له هر راز بدمرغیو څخه به په امن کې پاتې شئ. 
په ورته وخت کې، د نوموړي محبس ملکي او نظامي پرسونل هم د فقهي زده کړو د بهیر له عملي کولو څخه خوښي وښوده او له یادې ادارې یې د نورو ګټورو پروګرامونو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

محرم الحرام ۱۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS