د زندانونو چارو د سمون ادارې پر تشکیلاتو د بحث لپاره غونډه جوړه شوه

news_admin
Wed, Aug 09 2023 4:36 PM
کمیسیون تعینات

د دغې غونډې په ترڅ کې، چې مشري یې د یادې ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" کوله، او د پلان او پالېسۍ مرستیال محترم قاري عبدالله"همدرد"، د نظامي چارو مرستیال لوی پاسوال محترم قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس پاسوال محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د بشري سرچینو رئیس محترم قاري محمدګل"جګرخون" هم شتون درلود، په کې د ادارې د کاري تشکیلاتو او ګومارنو پر څرنګوالي بحث، خبرې اترې او مهمې قانوني پرېکړې وشوې.

د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري هڅه کوي، څو د کار او فعالیتونو ښه والي لپاره د ورته غونډو له لارې د قانون او اصولو سره سمې مناسبې لارې چارې پیدا او عملي کړي.

 

د محرم الحرام ۲۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS