د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د روان هجري قمري کال په دوهمه ناسته کې پرمهمو مسایلو خبرې اترې وشوې

news_admin
Tue, Aug 29 2023 3:52 PM
کمیسیون

ياده ناسته، چې نن(سې شنبې) د دغه کمېسیون د رئیس او د ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا"، د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبيدالله "اخلاص"، د کشف او اوپراتیفي رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن "سعید"، د مرکزي محبس رئیس مولوي خالقداد "رحمت"، د پالېسۍ او مسلکي چارو معاونیت د دفتر امر خلیل الله "بکتاش" او يو شمېر نورو مسوولينو په ګډون جوړه شوې وه، په کېې د ګمارنې څرنګوالي او تنقیص شویو کارکوونکو  د برخلیک معلومولو په اړه بحث وشو.
داراز، په دې ناسته کې د ګمارنې څرنګوالي  او د تېر کال په تشکیل کې د تنقیص شویو کارکوونکو او ځينو نورو د اړتیا وړ مهمو موضوعګانو په هکله خبرې اترې او په دې تړاو اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې هم وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د رامنځته کېدو موخه د ادارې د تشکيلاتو، ګومارنو او د چارو د سمون او اړوندو مهمو مسایلو څېړل، بحث او د اصولو او تقنيني اسنادو په رڼا کې پرېکړې کول دي.

صفر المظفر ۱۲/ ۱۴۴۵ 
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS