د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Sep 02 2023 4:28 PM
د َووني او بیا روزني رةیس

د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه نن(شنبې) د ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز له ښوونیزو چارو څخه د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

همداراز، نوموړي پلاوي د یاد مرکز د پرسونل د دیني او عصري زده کړو له بهیر څخه هم لیدنه وکړه او هغوی ته یې په خبرو کې وویل، چې دا مو د دنیا او اخرت ګټه ده، چې په کولو سره یې په ټولنه کې د یو با علمه او باعزته وګړي په څېر  ژوند وکړئ.

په ورته وخت کې، پلاوي د دې مرکز مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د محجوزو ماشومانو په ښې روزنې او پالنه کې خپلو  نه ستړې کېدونکو هلو ځلو ته دوام ورکړي څو  په راتلونکې کې د سالمو وګړو په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت وړ وګرځي.  

داراز، پلاوي ژمنه وکړه چې د نوموړي پرسونل د دیني او عصري پوهې او کاري وړتیا لوړاوي او د یاد مرکز د محجوزینو د ښوونې او روزنې په برخه کې به په راتلونکې کې هم ورته نور ګټور پروګرامونه پلي کړي.  

 

صفر المظفر۱۶/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS