د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د کابل ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sun, Sep 03 2023 3:44 PM
د ښوونې او بیا روزنې رئیس

د دغې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه نن(یکشنبې) د ادارې د ښوونې او بيا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" او د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله صدیقي د کابل ولایت د نشه یي توکو ّرسره د مبارزې توقیفخونې له ښوونیزو چارو څخه د ارزونې په موخه لیدنه وکړه.

د ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس د یادې توقیفخونې د توقیفیانو لپاره د دیني او عصري زده کړو له بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه او هغوی ته یې په خبرو کې وویل، زندان د اصلاح او روزنې ځای دی نو کوښښ وکړئ چې خپل ځانونه اصلاح او له درکړل شویو زده کړو څخه په ګټه پورته کولو سره له بدو او ناروا کړنو څخه ځانونه وساتئ.

همدا راز، پلاوي د نوموړې توقیفخونې د پرسونل د دیني او عصري زده کړو څخه هم لیدنه وکړه او هغوی ته یې په خبرو کې وویل، ادارې ستاسو لپاره دا یو ښه فرصت برابر کړی چې په ګډون سره به یې هم دنیاوی اوهم اخیروی ګټې ترلاسه کړئ.

په ورته وخت کې، د نوموړې توقیفخونې پرسونل له پلاوي څخه د دیني او عصري زده کړو د روان بهیر له عملي کولو ښوښي و خوده او له یادې ادارې یې د ورته نورو ګټورو پروګرامونو غوښتنه وکړه.

 

صفر المظفر۱۷/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS