د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په ناسته کې پر یوشمېر مهمو مسایلو بحث وشو

news_admin
Sat, Sep 09 2023 5:52 PM
yckd

دغه ناسته، چې نن( شنبې) د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په مشرۍ او د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي "اخندزاده" او د مرکزي برخو د رئیسانو او امرینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې تر (۱۵) کالو پورته عمر لرونکو محجوزینو د ساتلو په هکله د سترې محکمې د رسمي غوښتنې او د دې ادارې له خوا د محجوزینو د ډلبندۍ د کړنلارې مطابق، د هغوی د جلا ساتلو پرڅرنګوالي بحث او پرېکړه وشوه، چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې دې تر (۱۵) کاله پورته عمر لرونکي محجوزین په جلا او مناسب ځای کې وساتل شي.

داراز، د یادې ناستې پرمهال د ادارې د حقوقو مدیریت د دندو د لایحې او د چارو د تنظیم په اړه هم بحث وشو.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارود  سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف مستري د ناستې ګډونوالو ته وویل: « زموږ دنده او مسئولیت له نورو امارتي ادارو او وزارتونو سره توپیر لري، نو باید داسې عمل وکړو، چې هم خدای(ج) او هم یې بنده ګان راضي شي».

داراز، یو شمېر مسوولینو هم په اجنډا کې د شاملو نورو مسایلو په هکله خپل نظرونه تبادله کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس له خوا یې تر اورېدو وروسته په هکله د شرعي قوانینو او اصولو سره سمې پرېکړې او ټولو مسوولینو ته یې د کارونو او چارو د لاښه والي په موخه لازمې او ګټورې سپارښتنې وکړې.

 

صفر المظفر۲۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS