د فراه ولایت د زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

news_admin
Sat, Sep 09 2023 6:01 PM
molna

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس پاسوال محترم مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ پلاوي فراه ولایت ته  د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د دې ولایت د زندان پرسونل او مسوولینو ته محترم مولوي عبدالستار "رحماني" د نوي امر په توګه معرفي او  د خیر دعا په کولو یې ورته په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.

همدا راز، د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس د فراه ولایت د زندان مسوولینو او  د زندانیانو سره ولیدل د دوي ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او د ادارې له مسوولینو سره یې په ګډه ورته د حل ډاډ ورکړ.

 

داراز، محترم مولانا د یاد ولایت د زندان  اداري شعبې، د تلاشۍ ځایونو، د سکن ماشینونو او د زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې ولیدلې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې وکړې.

په پای کې، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي مسوولينو څخه د ښه خدمتونو  رامنځ کولو په موخه مننه وکړه او هغوی ته یې لارښونه وکړه څو زندانیانو لپاره د ژوند لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

 

صفر المظفر ۲۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS