د هلمند ولایت د زندان لپاره نوی امنیتي مرستیال وټاکل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې محترم الحاج لعل محمد "ذاکری" د یاد زندان د امنیتي مرستیال په توګه د زندان پرسونل او مسوولینو ته معرفي کړ.
محترم مولانا په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په اداره کې ادلون او بدلون د ښې حکومتوالۍ یو اصل دی او زیاته کړه« زه هیله مند یم چې محترم "ذاکري" به تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره ښه چلند ترڅنګ د زندانیانو د امنیت په خوندي کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.»
همداراز، ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" د هلمند ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان مسوولینو سره د ځینو مربوطه موضوعګانو په هکله خبرې اترې وکړې.
محترم مولانا د دغه زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښونې وکړې.
د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره یې د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه.
صفر المظفر۲۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
