د پنجشېر ولایت د استیناف محکمې او د عامه امنیت د دیوان رئیسانو د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Sep 16 2023 3:17 PM
panjsher

د دغه ولایت د استیناف محکمې او  عامه امنیت د دیوان رئیسانو د نوموړي زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د یاد ‎ولایت له زندانیانو سره هم له نږدې ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړې او د خپلو جرمي دوسیو د ژرڅېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.
په ورته وخت کې، نوموړي پلاوي د یاد زندان له مسوولینو څخه د زندانیانو د محاکماتي چارو په موخه د زمېنې له برابرولو مننه وکړه او  زندانیانو ته یې ډاډ ورکړ چې دوسیو ته به یې په وخت رسېدنه وکړي.

ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS