د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د ننگرهار او کونړ ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Sep 16 2023 4:46 PM
معاون

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یو پلاوي په مشرۍ د ننگرهار مرکزي زندان او  د یاد ولایت د خېوې ولسوالۍ له توقیفخونې، د کونړ مرکزي زندان او د دې ولایت د اسمار ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنو په ترڅ کې یې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړي.
په ورته مهال، د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ننګرهار او کونړ ولایتونو له زندانیانو او توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی د یادو زندانونو او توقیفخونو د مسوولینو له خوا د دوی د امنیت د خوندیتوب په موخه له هڅو د مننې ترڅنګ، خپلې ستونزې او روا غوښتنې شریکې کړې چې د پلاوي له لورې ورته په دې برخه کې د رسېدنې ډاډ ورکړل شو.
داراز، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي د دغه زندانونو او توقیفخونو د پرسونل او زندانیانو لپاره د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیایې برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د دې زندانونو د امنیتي ټاورونو، قراولونو، پوستو او نورو امنیتي برخو وضعیت له نږدې وارزاوه او  د زندانیانو لا خوندي امنیت په پار یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

ربیع الاول ۱ / ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS