د فاریاب زندان لپاره نوی امنیتي مرستیال په دنده وګومارل شو

news_admin
Sun, Sep 17 2023 2:49 PM
فاریاب

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې استازي محترم ملا محمد یونس"سحر"په مشرۍ یو پلاوی فاریاب ته په سفر ولاړ، او د یاد ولایت د زندان د نوي امنیتي مرستیال په توګه یې محترم ملا عبدالله"سیار" د دې زندان نظامي پرسونل ته معرفي او هغه هم رسماً خپله دنده پیل کړه.
داراز، پلاوي په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني امنیتي مرستیال کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له نوي مرستیال سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د دې زندان نوي امنیتي مرستیال محترم ملا عبدالله"سیار" د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو او دې دندې د سپارلو له امله د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ ترسره کوي.

ربېع الاول ۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS