د هرات ولایت د زندان د ډوډۍ پخولو کارخانه بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

news_admin
Mon, Sep 18 2023 3:28 PM
نانوای

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعمیراتو ریاست د رغونې پرګرامونو په لړ کې د دې د زندان د مسوولینو په هڅو دغه کارخانه د بیا جوړونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت د زندان مسوولینو اړوندو کارکوونکو  ته لارښوونه وکړه چې زندانیانو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو په برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. 

د یادولو ده چې د زندانونو چارو د سمون اداره، زندانیانو د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې شپه ورځ نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

ربیع الاول ۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS