د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال د دې ادارې د روغتیا ریاست له مسوولینو سره ولیدل

news_admin
Tue, Sep 26 2023 2:13 PM
معاونیت نظامی

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" د یادې ادارې د روغتیا ریاست حمایوي خدماتو امر  محترم مولوي عزیز الرحمن "عزیز" او د یادې ادارې روغتیايي پرسونل سره  په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د بستر شویو ناروغانو لپاره د خوړو ځانکړې مینو د چمتو کولو، د ادارې په روغتون کې د ښځینه ناروغانو لپاره د ځانګړي واټ په جوړیدو او درملو کمښت په اړه ورسره خبرې اترې وکړې. 
داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي چارو مرستیال د ادارې روغتیا ریاست مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې بستر شویو ناروغانو لپاره د ځانګړو خوړو مینو(تابلو) چمتو او د ادارې رهبرۍ سره یي شریکه کړې څو په دې برخه کې د یادو ناروغانو ستونزه هواره شي.
همداراز محترم قاري بدر یاد ریاست مسوولینو څخه وغوښتل چې د ښځینه محبوسینو لپاره په نوموړي روغتون کې ځانګړې واټ جوړ او لازمې اسانتیاوې ورته برابري کړي. 
په پای کې، د روغتیا ریاست مسوولینو او پرسونل د نوموړي له پاملرنې څخه مننه وکړه او د ځینو طبي وسایلو او امکاناتو او درملو د کمښت یادونه یې وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" له خوا ورسره د ادارې د امکاناتو پرمټ د رسېدنې ژمنه وشوه.

ربیع الاول ۱۱\ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS