د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د تخار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Oct 03 2023 11:34 AM
takhar

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د مرکزي برخې استازي محترم ملا محمد یونس"سحر" په مشرۍ یو پلاوی تخار ته ولاړ او هلته یې د نوموړي ولایت له زندانه د ليدنې ترڅنګ مسوولینو او پرسونل سره د ياد زندان پر تخنیکي او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

ربیع الاول ۱۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS