د زندانونو چارو د سمون ادارې يوه پلاوي د لوګر او پکتیا ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Oct 07 2023 10:02 AM
لوگر و پکتیا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه، د ادارې د د څارنې او ارزونې ریاست د فعالیتونو او ارزونې امر محترم احسان الله "هوتک" په مشرۍ  یو پلاوی لوګر او پکتیا ولایتونو ته په سفر ولاړ او هلته یې د یادو ولایتونو د زندانونو د تطبیقي او تفصلي پلانونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.

داراز، پلاوي د نوموړو زندانونو ټولې اداري او تخنیکي چارې ارزولي او د زندانیانو د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه ، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري به پرې خبروي، څو یې په مرکز کې حل لاره پیدا او په اړه یې مناسبه پرېکړه وشي.

په پای کې، د نوموړي پلاوي له لورې د یادو زندانونو کارکونکو ته یو میاشتیني او ربع وار فارمټ  راپور په اړه د عامه پوهاوي سیمینار هم ترسره شو.

 

ربیع الاول ۲۲/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS