د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال د میدان وردګ د زندان یو شمېر نورې برخې هم وارزولې

news_admin
Sun, Oct 15 2023 4:42 PM
نوری برخی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوي چې د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" د نظامي ښوونې او روزنې د واحدې قوماندانۍ قوماندان محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او د پالېسۍ او مسلکي چارو د معاونیت د دفتر امر محترم خلیل الله"بکتاش" یې هم ملتیا کوله د میدان وردګ ولایت د زندان له یو شمېر نورې برخو څخه هم ارزونه وکړه.
داراز، د محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د میدان وردګ ولایت د زندان د لوجستیک، صنعتي، د پالېسۍ او انسجام، پلان او اپراسیون، کشف، د تخنیک شعبې او برخې، قراولونه، ټاورونه، او امنیتي پوستې په جلا جلا توګه ورازولې او په دې تړاو یې د دې زندان اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
د یادولو ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ پلاوی به د دې ارزونې په پای کې د نوموړې ولایت له مسوولینو او چارواکو سره وګوري او پر اړوندو موضوعاتو به ورسره سلا مشورې وکړي.

ربیع الاول ۳۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS