د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس او د رهبرۍ پلاوي د (ICRC) موسسې له استازو سره ولیدل

news_admin
Mon, Oct 16 2023 2:50 PM

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په داسې حال کې چې د ادارې د مقام د فتر رئیس محترم عبیدالله"اخلاص" او د اقتصادي برنامو او د ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزي" هم شتون درلود، په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له نوې مشرې اغلې کاتارینا "ریتز"، پخواني مشر ښاغلي ایلوا "فیلیون" او د سرې صلیب له سیاسي سلاکار ښاغلي عزت ګل سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د دې کمېټې د نوي مشرې د معرفت ترڅنګ یې پر اړوندو نورو موضوعاتو بحث وکړ.
د زندانونو چارو  د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف مستري د سره صلیب نړېوالې کمېټې پخواني مشر څخه مننه وکړه چې یادې ادارې سره ښه همکار پاتی شوی او په بیلابیلو برخو کې یې له زندانونو او زندانیانو سره مرستې کړې دي.
داراز، نوموړي د سره صلیب نړېوالې کمېټې، نوې مشرې ته د ماموریت د پیل مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې ورته د بریالتوب هېله وکړه او د یادې ادارې سره  د همکاریو  پر دوام یې ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې، د یادې کمېټې نوې مشرې ژمنه وکړه چې د تیر په څير به د زندانونو چارو د سمون ادارې سره په بیلابیلو برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. 

ربیع الثانی ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS