د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" او مل پلاوي د کندهار ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Sat, Oct 21 2023 4:17 PM
قندهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" او مل پلاوي یې د کندهار ولایت د زندان له رئیس محترم مولوي محب‌الله "گرم‌سیري" او پرسونل تر څنګ یې د دې ولایت د توقیفخونو له مسوولینو سره ولیدل او د ترسره شویو فعالیتونو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، ستونزو، نیمګړتیاوو او پر ځینو نورو اړوندو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.
پلاوي په دې خبرو کې د پرمختګونو او لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ د هغو پر غښتلتیا ټینګار او ورته یې سپارښتنه کړې، څو په خپلو منځونو کې ښه همغږي ولري، ورسپارل شوې چارې پرخپل وخت او ښه توګه ترسره، له بندیانو او توقیفیانو سره ښه سلوک، انساني او اسلامي حقونه یې پرځای، اسانتیاوې ورته برابرې او له ستونزو یې ځان خبر او سم دلاسه ورته رسېدنې تر څنګ یې په زندان او توقیفخونو کې د فعالیتونو د لا ښه والي لپاره یادو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
همدارنگه محترم قاري همدرد په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان د پېژند، بشري سرچینو،  او د جلب او جذب مسوولین او پرسونل سره په جلا جلا توګه وکتل او د هرې برخې مسوولینو څخه یې په اړوندو برخو کې د ستونزو او غوښتنو تر اورېدو وروسته ورته لازمې لارښونې وکړې.
د یادولو ده چې، د یاد پلاوي د ارزونې لړۍ به له دې زندان څخه دوام ولري. 

ربیع الثاني ۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS