د پکتیکا ولایت د یحی خېلو ولسوالۍ توقیفخونه فعاله او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

news_admin
Mon, Oct 23 2023 2:34 PM
پکتیکا

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د پکتیکا ولایت د یحی خېلو ولسوالۍ توقیفخونه د دې ولایت د زندان  امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" په هڅو فعاله او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.
په ورته وخت کې، محترم مولوي حقاني په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې  نوموړې توقیفخونه په معیاري ډول جوړه او تر لسګونو تنو پورې د توقیفیانو د ساتنې ظرفیت لري چې تر ډیره بریده به د یادې ولسوالۍ د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې پر وخت رسېدنه کیږي.
داراز،محترم حقاني د دې ولایت د خیرکوټ او جانیخیل ولسوالیو له توقیفخونو څخه هم لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د توقیفیانو د ساتنې او د هغوی د محاکماتي چارو د چټکوالي تر څنک د لانورو لازمو اسانتیاوو برابرولو لارښونه وکړه.

ربیع الثاني ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS