د میدان وردګ ولایت د عدلي او قضایي اورګانونو مسوولینو د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Thu, Nov 09 2023 12:45 PM
میدان وردګ

د دې ولایت د عدلي او قضایي اورګانونو مسوولینو د یادې لیدنې پرمهال د نوموړي زندان له امر محترم مولوي صلاح الدین  سره د زندانیانو محکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.

داراز، پلاوي د میدان وردګ د زندان د بندیانو خونو ته ولاړ او هلته یې له بندیانو سره په کتنه کې، د هغوی د محکماتي چارو، جرمي دوسیو او نورې اړوندو ستونزو او غوښتنو په اړه معلومات ترې واورېدل او د ژر حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.

په پای کې، پلاوي د یاد ولایت د زندان له مسوولينو مننه وکړه، چې د زندانيانو هرې ستونزې ته يې پر وخت رسېدنه کړې او د دوی په اړه يې ټول معلومات له اړوندو ادارو سره شريک کړې دي.

بل لور ته بیا، د میدان وردګو په زندان کې د زندانیانو د دیني زده کړو په روان بهير کې د ارزونې په موخه له ګډونوالو څخه ازموینه واخیستل شوه چې له جملې یې ممتازو زده کوونکو ته د لا تشویق په هدف ستاینلیکونه هم ورکړل شو.

 

ربیع الثاني ۲۵/۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS